د راپورونو له مخې په تايلنډ کې د سختو بارانونو او ځمکې ښويدنې له کبله ۳۳ کسان وژل شوي او نږدې ۲.۷ میلیونه خلک يې اغېزمن کړي دي.دغو بارانونو د تایلنډ جنوبي ولایتونه سخت زیانمن کړي او حکومت یې په سونګخلا ولایت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. د تايلنډ په ۹ ولایتونو کې د نومبر تر ۲۶مې نېټې پورې سخت بارانونه شوي او په ډېرو سیمو کې يې ځمکښویدنې رامنځته شوې دي. په دغه هیواد کې سږني بارانونه په تېرو ۳۰۰ کلونو کې بې ساري بلل شوي دي.



































