د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان(اېکو) د سوداګرۍ وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر پولات سره کتلي دي. صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر زیاتوالي او د افغانستان د یو شمېر اساسي صادراتي توکو له دې ډلې د پنبې، تالک ډبرو او ډبرو سکرو پر صادراتو خبرې کړي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې نورالدین عزیزي د ترکي پانګوالو او شرکتونو لهخوا افغانستان کې پر لا زیاتې پانګونې ټینګار وکړ او د ترکیې د سوداګرۍ وزیر ته یې بلنه ورکړه، چې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو د لیدنې او ارزونې په موخه افغانستان ته سفر وکړي.




































