د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ويلي دي چې په افغانستان کې د دې سازمان د ځواکونو د ۱۵ کلن حضور د افغان سولې د راتلونکو خبرو له نتیجې سره تړلې ده. ستولتنبرګ ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر به تر ډېره له دې سره تړلی وي چې له طالبانو سره د سولې خبرې څه نتیجه لري. د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو خبرې د تېرې سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې. ستولټنبرګ ویلي، لا تر اوسه پورې ډیر وختي دی چې د دغو خبرو د پایلو په اړه څه وویل شي. ده ویلي، که امریکا په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي د ناټو کم ځواکونه به کولای شي، چې د افغان ځواکونو د روزنې چارې پر مخ یوسي.