له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په راتلونکي پسرلي کې د ۳۴ ولایتونو په ۱۸۴ ولسوالیو کې د یو میلیون او درې سوو زرو څخه زیات افغانان د سیلابونو له لوړ ګواښ سره مخ دي. د دې ادارې چارواکي وايي، چې په دغو ۱۸۴ ولسوالیو کې د ۲۸ زره ۸۱۴ کورونه د لوړ ګواښ سره مخ دي او درې زره ۷۸۱ نور کورونه د سیلابونو د ټیټې کچې له ګواښ سره مخ دي. د دې ادارې مرستیال ویاند حشمت خان بهادري وايي، چې په افغانستان کې معمولآ د پسرلي په موسم کې د واورو د ویلي کیدو وروسته سیلابونه راوځي، چې هرکال د خلکو ژوند او مال له ګواښ سره مخ کوي.