د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په تړاو د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، سختې نیوکې کړې دي. محب پر خلیلزاد تور پورې کړی، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي. محب ادعا کړې، چې په افغانستان کې داسې انګېرنه ده، چې ښايي خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی، چې مشري به یې په خپله کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محب دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې د دواړو هېوادو اړیکو او د سولې بهیر ته زیان رسوونکې بللې دي. محب چې واشنگټن کې يو شمېر امريکايي خبريالانو سره خبرې کولې د سولې خبرو ته په اشاره سره ویلي، د دغه بهير په تړاو هغه راز روڼتيا نشته چې بايد وي. د نوموړي په وينا په خبرو کې ښکېل امريکايي مرکچيان دوى ته ډېر لږ مالومات ورکوي. د محب په وينا افغانستان او په افغان حکومت کې دغه راز يو ليد لورى ځکه رامنځته شوى چې د سولې د خبرو په تړاو کافي مالومات نشته. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند روبرت پلدينو د محب څرگندونو ته په غبرگون کې ويلي چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال ډوېډ هېل محب وربللى چې د افغان سولې د بهير په تړاو د امريکا د دريځ په اړه د نوموړي څرگندونې رد کړي.