د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه غونډه کې، چې د قزاقستان په کوربتوب انلاین ترسره شوه، په لومړي ځل ګډون وکړ. متقي په خپلو خبرو کې د ا.ا د امنیتي او اقتصادي لاسته راوړنو، د نشهيي توکو ضد مبارزې او د افغانستان د جغرافیایي ارزښت په اړه غږېدلی او د ایکو سازمان له غړو سره یې د اړیکو پراخولو ته چمتووالی ښودلی. د غونډې ګډونوالو د ا.ا د هڅو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې باید د ترانسپورټ، کرنې، سوداګرۍ او اقلیم بدلون برخو کې ګډې سترې پروژې پلې شي. غونډه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، افغانستان د ایکو نه جلا کېدونکی غړی بللی دی.



































