د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال په مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی. کرنې وزارت ویلي، چې د دغه ازبکستاني پلاوي د سفر موخه د تخنیکي همکارۍ فرصتونو ارزونه، د کرنیزې راکړې ورکړې زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو پیاوړتیا بلل شوې ده. ټاکل شوې، چې دغه پلاوی د کرنې وزارت له مسوولینو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ګډو فرصتونو په تړاو خبرې وکړي.



































