د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې افغان ځواکونو دعملياتو پرمهال پنځه تنه ملکي وګړي وژلي دي. په وژل شویو کې د یوې کورنۍ درې وروڼه، يو يې پلار او بل يې د تره زوی شامل دي. د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو د اعتراض په ډول وژل شوي کسان د ولايت مقام مخې ته راوړي دي. د وژل شويو کسانو خپلوان وايي هر ځل د طالب په نوم د ملکي خلکو پر کورنو چاپې اچول کېږي، چې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د یادې پېښې په اړه ویلي، چې امنيتي ارګانونو دوی له دې عملياتو نه دي خبر کړي. سهي ویلي، چې د دې پېښې په اړه پلټنه کوي او جزیات به یې له رسنیو سره شریک کړي. په سويل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې امنيتي ځواکونو په زرمت ولسوالۍ کې د وسلوالو پرضد عمليات کړي، چې ګڼ وسلوال یې وژلي او يو د وسلو زېرمتون يې له منځه وړی دی.