د امریکا د کلفرونیا ایالت د سټاکټن ښار په یوې کورنۍ مېله کې د ډزو له امله څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي. امریکايي رسنیو ویلي، چې د بریدګر هویت لا نه دی څرګند او له سیمې په تېښته بریالی شوی. پولیسو ویلي، چې ډزې تېر ماښام د یو مېلمستون په تالار کې شوې دي. پولیسو ویلي، تر اوسه په دې تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي او نه هم د شکمن کس په اړه کوم څرګند معلومات یا یې د برید په تړاو احتمالي انګېزه شته. د سټاکټن د ښاروالۍ مرستیال جېسن لي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې ډزې د یو ماشوم د زېږون د جشن پر مهال شوې دي.



































