د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۴۵ ټنه جلغوزي له هېواده بهر صادر شوي دي. نوموړی وايي، دغه جلغوزي تر ډېره چین، هند، متحده عربي امارتو، ايټالیا، سعودي عربستان، امریکا، کويټ او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوې دي. سوداګر وايي، که د هوايي دهلېزونو له لارې د جلغوزيو صادرات زیات شي؛ نو لګښتونه به یې هم راکم او ګټه به یې ډېره شي. په افغانستان کې جلغوزي تر ډېره په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، نورستان، کندوز او د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې کیږي.



































