په کابل کې د سعودي عربستان سفارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې د ملک سلمان مرستندویه بنسټ په سمنګان کې له اړمنو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. سرچینې ویلي، چې د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې پر اړمنو ۵۱۲ سبده خوراکي توکي وېشل شوي. د خبرپاڼې له مخې، دا بشردوستانه مرسته «د افغانستان د خوړو امنیت او بېړنیو شرایطو پروژې» له لارې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره لېږل شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرستې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره په همکارۍ وېشل شوې دي.




































