د اروپايي ټولنې د شمېرو دفتر په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې افغانستان دوهم هېواد و، چې ډېرو اتباعو يې په اروپايي هېوادونو كې پناه غوښتې ده. دا راپور چې تېره ورځ خپور شوى پکې راغلي، چې په تېر ميلادي كال كې شاوخوا ۴۱ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو كې د پناه غوښتنه كړې ده. سرچينه وايي، په دغه كال كې فرانسه د زياتو افغان پناه غوښتونكو كوربه وه. د اروپايي ټولنې د شمېرو دفتر د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۸م كال كې په اروپا كې د پناه غوښتونكو له منځه شاوخوا ۸۰ زره او ۹۰۰ تنه يې د سوريې وګړي وو. په دې ترتيب دا هېواد د ياد دفتر له لوري په خپاره شوي لېست كې لومړى مقام، افغانستان دوهم او عراق تېر ميلادي كال په اروپايي هېوادونو كې د ۳۹ زره او ۶۰۰ عراقي پناه غوښتونكو په لرلو سره درېيم مقام لري.