د چين «چيوشه» مجله به د ډسمبر په لومړۍ نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت د رئيس او مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ مهمه ليکنه «د ګوند ځاني انقلاب د پرمخبيولو په پار دې په پنځو چارو کې لا ډېرې هڅې وکړو» تر عنوان لاندې خپره کړي.
شي جين پينګ په دې ليکنه کې ليکلي، د سبک جدي کول په نوې زمانه کې د چين کمونېست ګوند د ځاني انقلاب يوه مهمه تجربه ده. د ګوند د ځاني انقلاب په اړه غوښتنې او نظريې روښانه دي او بايد په خپلو کارونو کې يې په رښتيني ډول تطبيق کړو.




































