د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۲.۳ میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. یاد بنسټ ویلي، چې راستنېدونکي له جدي معیشتي ننګونو او بنسټیزو خدماتو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې د کاري بوختیاوو په رامنځته کولو کې له خصوصي سکتوره ملاتړ کوي. د دغه بنسټ په خبره، راستنېدونکي عاید او بنسټیزو خدماتو ته بېړنۍ اړتیا لري. له ایران او پاکستانه د افغانانو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري. نړیوالو مرستندویه بنسټونو خبر داری ورکړی، چې راستنېدونکي د ژمي تېرولو لپاره خوړو، سرپناه او بوختیاوو ته بېړنۍ اړتیا لري.



































