په امریکا کې د سختو واورو ورښت له امله په زرګونو الوتنې لغوه یا ځنډول شوې دي. د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په څو ایالتونو کې ودانۍ، استوګنیزې سیمې او لوی سړکونه له دوو فوټو څخه په زیاته واوره پوښل شوي دي. شیکاګو ښار د نومبر په میاشت کې د واورې د ورښت نوی ریکارډ ثبت کړی، چې په اصلي هوايي ډګر کې یې ۸.۴ انچه واوره ورېدلې ده. د همدې خرابې هوا له امله سلګونه الوتنې لغوه شوي او ګڼ شمېر نورې ځنډول شوي دي. د امریکا د هواپېژندنې ادارې هم روانه اونۍ د سختو ورښتونو او د هوا د سختې سړېدو وړاندوینه کړې ده. دغې ادارې ویلي چې په پنسلوانیا او نیو جرسي ایالتونو کې د واورین توپان د رامنځته کېدو احتمال هم شته.



































