ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوي زيلاند کې پر لمونځ کوونکو بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې نړۍ بايد د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي. د راپورونو له مخې، د نوي زیلاند په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید کې ۴۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. په وژل شويو کسانو کې يو تن او په ټپيانو کې درې تنه افغانان دي. د دغه هېواد د پولیسو مشر مایک بوش وايي د نور او لینوو پر جوماتونو د برید په تړاو یې څلور تورن کساننیولي چې درې يې نارینه دي او یوه ښځه ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، دغه بريد وحشيانه بللى او غندلى يې دى. ولسمشر غني ويلي، دغه بريد وښوده چې ترهګر هیڅ دین او ايين ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي. ولسمشر غني، یو ځل بیا د نړۍ پر ټولو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد له تفکیک پرته د ګډې مبارزې غږ کړى. د حامد کرزي د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې کرزي د بې ګناه انسانانو وژل څرګنده ترهګري او د بشريت ضد جنايت بللى دى.