د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولینا لېویټ ویلي، امریکا د هغو ټولو افغانانو بیا ارزونه کوي چې د جو بایډن ولسمشرۍ پرمهال دغه هېواد ته لېږدول شوي دي. لېویټ زیاته کړې، هر هغه څوک چې د امریکا ملي امنیت یا امریکايي وګړي له ګواښ سره مخ کړي له هېواده به ایستل کېږي. هغې ویلي، د پناه غوښتنو د ارزونې ټول بهیر درول شوی او د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) چې د بایډن د ادارې پر مهال پکې ډېر افغانان امریکا ته تللي، هم اوس ځنډول شوې دي.



































