د ۲۰۲۵م کال ”د چين پېژندنې“ کنفرانس د ډسمبر په لومړۍ نېټې د چين په جنوب ګوانګجو ښار کې پرانيستل شو.
په دغه نړيوال کنفرانس کې، چې په دې سرلیک «نوی حالت، نوی پرمختګ، نوی انتخاب ـ د چيني شکله عصريتوب او د نړيوال مديريت نوی حالت» ترسره کېږي، د نړۍ د ۷۲ هېوادونو او سيمو د ۲۰۰ مشهورو نړيوالو سياستوالو، کارپوهانو، مسلکي مشرانو او د نړيوالو سازمانونو استازيو په شمول کابو ۸۰۰ کسانو ګډون کړی دی.
ګډونوال به د دغه کنفرانس په ترڅ کې د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان (۲۰۲۶-۲۰۳۰)، نړۍ ته د دغه پلان ارزښت، د چيني شکله عصريتوب د نوښتي پرمختګ نوی حالت، نړۍ ته د چين د نويو برابرونکو فرصتونو او د نړيوال مديريت وړانديز د ګډ پلي کولو په اړه بحثونه وکړي.




































