د چين د سمندري پولیسو وياند ليو ده جون رسنيو ته ويلي، چې يوې بېړۍ يې د جاپان د هغې کب نيوونکې بېړۍ په اړه، چې د ډسبمر په دويمې نېټې په غير قانوني توګه د چين د دياو يو ټاپو سمندري حريم ته ننوتلې وه، د کنټرول ضروري او مشروع تدبيرونه نيولي او له سيمې یې شړلې ده.
نوموړي ويلي، دياويو ټاپو او څنګلوري ټاپوګان يې د چين تر حاکميت لاندې دي او له جاپانه یې غوښتي، چې په سيمه کې د تېري او لمسون کړنې ودروي.
ليو ده جون زياته کړې، د چين سمندري پوليس به د دياو يو ټاپو اړوندې سمندري سيمې کې د حاکميت د دفاع عملياتو ته دوام ورکړي او د هېواد ځمکنی حاکميت او سمندري حقونه او ګټې به وساتي.




































