په جاپان کې د اپوزيسيون لوړپوړو چارواکو د نومبر په ۳۰مې نېټې د دغه هېواد د اېن اېچ کې په يوه پروګرام کې د جاپان د لومړۍ وزېرې تاکاچي سانای هغه څرګندونې، چې د چين تايوان په اړه يې کړي، په کلکو ټکو غندلې دي.
د جاپان د اساسي قانون ډيموکرات ګوند د پالیسيو د څېړنو مشر هونجو ساتوشي ویلي، د تاکاچي سانای څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې هغه (( د هېواد د ژوند او مرګ حالت)) په اړه کافي پوهاوی او درک نه لري.
د جاپان د کمونېست ګوند د پالیسۍ کمېټې مشر تاکو چوزانزو د تاکاچي سانای خبرې ډېرې خطرناکې بللي او په خبره یې، د هغې څرګندونې د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او دغه ډول څرګندونې او کړنې به یې جاپان له جدي پایلو سره مخ کړي.
نوموړي په ټينګار ويلي، د ۱۹۷۲م کال د چین ـ جاپان په ګډ بیان کې د توکيو دریځ څرګند دی او تايوان يې پکې د چین یوه نه بېلېدونکې برخه ياده کړې او جاپانيانو ته دغه درېځ د درک او درناوي وړ دی.
تاکو چوزانزو له لومړۍ وزیرې تاکاچي سانای غوښتي، چې خپلې ناسمې څرګندونې بېرته واخلي.
د جاپان د رېوې شېنسېنګومې استازې اکیکو اویشي د تاکاچي څرګندونې “بې بنسټه” بللي او له جاپانيانو يې غوښتي چې ارام پاتې شي او ناسم ګامونه پورته نه کړي.




































