د سږ کال د ډسمبر لومړۍ نېټه د اېډز له ۳۸مې نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د اېډز ناروغۍ د وقایې او مخنیوي په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې پنګ لي یوان د چين په پلازمېنې بېجینګ کې د دې ناروغۍ د سږنۍ نړیوالې ورځې په يوه مالوماتي فعالیت کې ګډون وکړ.
په دغه فعالیت کې د اېډز ناروغۍ د وقایې او مخنیوي په برخه کې د چین ۴۰ کلنې لاسته راوړنې په وېډیويي بڼې وښودل شوې او د دې ناروغۍ د وقايي او مخنیوي په اړه پکې هر اړخير مالومات وړاندې شول.
مېرمن پنګ لي یوان له ۲۰ کلونو راهیسې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې هلې ځلې کوي او خلک هڅوي چې د دې ناروغۍ ضد د مبارزې او مخنیوي لپاره اغېزمن کوښښونه وکړي.




































