د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جین پينګ د ډسمبر په ۲مې نېټې د لاوس د ولسي ډيموکراتيک جمهوريت د جوړېدو د ۵۰ مې کليزې په پار د دغه هېواد د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئیس تونګلون سیسولیت ته د مبارکۍ پیغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د لاوسويانو په يووالي او مشرۍ سخت کارونه کړي او د اصلاحاتو او ورخلاصون په چارو کې يې د خوښې وړ پرمختګونه کړي دي.
شي جين پينګ ويلي، د لاوس د خلکو په ژوند کې پر له پسې ښه والی راغلی او په نړۍ او سیمه کې يې اغېزې لوړې شوې دي او چين د لاوس د ملګري او ورور په توګه له دې امله ډېر خوشحاله دی.
نوموړي باور ښودلی، چې لاوس به هرومرو له خپل وضعيت سره سمه سوسيالیستي لاره کې پرمختګونه ولري او د ګوند او هېواد په پياوړتيا کې به نوی افق پرانېزي.




































