اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملي امنیت د سلاکار پر وروستیو څرګندونو نیوکې کړې دي. عبدالله ویلي چې حکومتي چارواکي باید په خپلو څرګندونو کې له دقت څخه کار واخلي، تر دې مخکې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور پورې کړی، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي. نوموړي ویلي خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی، چې مشري به یې په خپله کوي.