د بدخشان د واخان ولسوالۍ په ۱۲ مرزي کلیو کې د یوې مخابراتي شبکې درې سایټونه فعال شوي دي. د واخان ولسوال وجهالدین مظهري ویلي چې یاد مخابراتي سایټونه د واخان ولسوالۍ په کبکوت، رورنک او نور کلیو کې د اغاخان بنسټ له لوري فعال او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د یادو شبکو په فعالېدو سره د ګازخان له سیمې څخه ترراچون کلي پورې د خلکو د مخابراتي اړیکو ستونزې حل شوې او په نورو سیمو کې د مخابراتي سایټونو د پراخولو بهیر دوام لري.



































