په بلخ کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) د دفتر رییس میکایل تاش د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شیخ شیر احمد حقاني سره کتلي دي. تاش په دې کتنه کې ویلي، چې د ټیکا ادارې تراوسه د افغانستان په شمال کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت نږدې ۷۰۰ پروژې پلې کړي. په بلخ کې د ټیکا د دفتر رییس د مولانا جلالالدین محمد بلخي د پلار بهاءالدین خانقاه د بیارغونې په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره دا کلتوري پروژه ډېره ارزښتمنه او حیاتي وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې دا پروژه به هم په راتلونکې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



































