د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، که څه هم امریکا ته په خپل سفر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي په اهدافو نیوکې کړې دي خو د سفر په پای کې یې له افغانستان څخه د امریکا ملاتړ ارزښتناک وباله. محب پر خپل ټویټر لیکلي چې، افغانان به له ترهگرۍ سره په مبارزه کې د امریکا سره اوږه په اوږه ولاړ وي. محب وړمه ورځ پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې خلیلزاد د افغانستان له حکومت نه د مشروعیت په اخیستلو سره په دې هیواد کې واک ته دې رسېدو په هڅه کې دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محب دغو خبرو ته سخت غبرگون وښود او وویل چې پر خلیلزاد حمله، د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت باندې حمله ده او دا ډول څرگندونې کولای شي د دواړو هیوادو په اړیکو بد اغېز وکړي. محب زیاته کړه چې په واشنگټن کې یې د سفر په ترڅ کې د افغانانو مشروع اندېښنې او د افغانستان اصولي دریځ د امریکایي چارواکو سره په کتنو کې څرگند کړی دی. نوموړي ویلي، چې، رښتینې سوله د افغانانو ستره هیله ده.