د جاپان د پارلمان غړي او د اپوزیسیون د ریوا شینسنګومي سياسي ډلې استازي تارو یاماموتو رسنيو ته ويلي، چې د ټوکیو او بېجينګ ترمنځ اوسنۍ کړکېچنې اړيکې به جاپان ته لوی زيانونه ورسوي او د جاپان د لومړۍ وزيرې تاکاچی سانای څرګندونې يې د دغه هېواد له پخواني دریځ سره په ټکر کې بللي او له نوموړې یې غوښتي، چې د وضعیت د ارامولو لپاره خپلې څرګندونې بېرته واخلي.
تارو یاماموتو ويلي: تاکاچي سانای ادعا کړې چې چين د دې څرګندونو ته له حد ډېر غبرګون ښودلی، خو په حقیقت کې دا د چين ستونزه نه ده، بلکې دغه وضعيت د جاپان د حکومت د هغو څرګندونو له امله رامنځته شوی، چې له رسمي ډیپلوماتیک دریځ څخه يې انحراف کړی دی.
تارو یاماموتو په يوې بلې وينا کې ويلي، چې د جاپان د پوځ پراختیا او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې لمسون کوونکې کړنې به یې خپلې لمنې ته اور واچوي او په خبره یې، جاپان باید خپلو ستونزو ته په خلاصو سترګو وګوري او د تاکاچي د غلطو څرګندونو پټول او سپینول به یې ملي ګټو ته زیانونه ورسوي.



































