د چين د برېښنا د تصديو ګډې ټولنې په يوه راپور کې ويلي، چې په روان کال کې به د چين د برېښنا د عمومي مصرف اندازه ۱۰ اعشاريه ۴ ټريليونو kWh ته ورسېږي.
راپور وايي، په چين کې د بېلا بېلو صنايعو توليدي اندازه زیاته شوې او ټولې تصدۍ یې برېښنا ته لاسرسی لري.
د يادونې ده، چې په ۲۰۲۴م کال کې د چين د برېښنا تولیدي اندازه په لومړي ځل له ۱۰ ټريليونو kWh اوښتې وه.
برېښنا د یو هېواد لپاره د وينې د جريان په څېر مهمه ده او مصرفي اندازه يې د يو هېواد د اقتصادي حالت څرګندويي کوي.
کافي، ثابته او ارزنه برېښنا نه يوازې د خلکو د ژوند لپاره اساسي تضمين برابروي، بلکې د اقتصادي پرمختګ کليدي تکيه هم بلل کېږي.
چين د برېښنا د تولید په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی او په کور دننه یې د برېښنا تر ټولو لوی تولیدي سيسټم او د بېټريو چارج د اساسي تأسيساتو شبکه جوړه کړې ده.
د چين د اوبو برېښنا، بادي برېښنا، لمريزې برېښنا، بيوماس برېښنا او اټومي برېښنا د نصب شويو تجهيزاتو توليدي ظرفيت په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی.
د روان کال په جولای او اګست کې د چين د برېښنا د عمومي مصرف اندازه له يو ټريليون kWh څخه زياته وه، چې دا د نورو هېوادونو د ورته کلني رقم سره برابره ده.
د چين د دغو دوو مياشتو «جولای او اګست» د برېښنا د مصرف عمومي اندازه د جاپان د يو کال مصرف اندازې سره برابره ده او هم د جرمني او فرانسې د يو کال د برېښنا د مصرف اندازه جوړوي.
په تېر کې د چين د برېښنا صنعت ډېر کمزوی و.
تاريخ ته په کتو، کله چې نوی چين جوړ شو، نو د دې هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه خلکو برېښنا ته لاسرسی نه درلوده.
چين تر يو لړ هڅو وروسته په ۱۹۷۸م کال کې د برېښنايي صنعت خپلواک او بشپړ سيسټم جوړ کړ.
چين اوس نه يوازې د برېښنا له کمښت سره مخ نه دی، بلکې پاکه او لوړ موثريت لرونکې برېښنا کاروي.
د چين د انرژۍ ملي ادارې تازه شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۵م کال د مې مياشتې تر پايه، په دغه هېواد کې د بيا کارېدونکې انرژۍ له لارې د برېښنا توليدي ظرفيت شاوخوا ۲ ميليارډو او ۱۰۰ ميليونو kW ته رسېدلی، چې دا د دې هېواد د برېښنا د ټولو نصب شويو تجهيزاتو د توليدي ظرفیت ۵۸ سلنه جوړوي. د دې ترڅنګ، د بیا کارېدونکې انرژۍ له لارې يې د برېښنا توليدي اندازه د برېښنا د ټولو تولیدي اندازو ۳۶ سلنې ته رسېدلې ده.
چين د انرژۍ زرغون بهير ته دوامداره وده ورکوي، د ټېکنالوژۍ او صنعت پيوستون پياوړی کوي او د برېښنا بازاري ميکانيزم بشپړوي، څو د باکيفيته پرمختګ لپاره يې د انرژۍ بنسټ نور هم ټينګ شي.
د چين د برېښنا زرغون بهير د نړۍ د دايمي پرمختګ لپاره هم ګټور دی. د چين لمريزه برېښنا د ټېکنالوژۍ د ورکولو او د پروژو د همکارۍ له لارې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې کارول کېږي او دغه هېواد د نړۍ د اقليمي بدلون ضد مبارزه کې پوره خدمت کړی دی.




































