د ملګرو ملتونو ۸۰مې عمومي اسمبلۍ د ډسمبر په ۲مې نېټې په يوې غونډې کې ((د فلسطين مسئلې سوله ييز حل)) پرېکړه ليک تصویب کړی دی.
دغه پرېکړه ليک ته چين موافقه او امريکا او اسراييل بیا منفي رايې ورکړې دي.
په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي سون لې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په غزه کې ډېر ژر بشپړ او دايمي اوربند ته لاره هواره کړي، د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره دې ګامونه واخلي او د فلسطين مسئلې سياسي حل ته دې چټکه وده ورکړي.
سون لې ویلي، چين پر نړيوالې ټولنې غږ کوي چې د فلسطين مسئلې اصلي لامل درک کړي او اغېزمن تدبيرونه ونيسي، څو د تاریخ ناسمې کړنې اصلاح او عدالت وساتل شي.
هغه زياته کړه، چې چین د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد په توګه له فلسطینيانو کلک ملاتړ کوي، چې خپل ملي حقونه بېرته ترلاسه کړي. چین به له نړیوالې ټولنې سره د غزې د دايمي اوربند د ټينګښت، د بشري بحران د کمېدو او د فلسطين مسئلې د هر اړخیز، عادلانه او تلپاتې حل لپاره هڅې وکړي.




































