د چین استازي د ډسمبر په دويمې نېټې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د سوداګرۍ پالیسۍ د جاج او سنجش ادارې په يوې غونډې کې د دغه سازمان د غړو د سوداګریزو اقداماتو د څارنيز راپور په اړه دریځ څرګند کړی او له غړو یې غوښتي، چې د سوداګريزو اقداماتو د خبرولو دندې پوره او د سوداګريزې پالیسۍ شفافیت زیات کړي او څو اړخیز سوداګریز سیسټم باثباته وساتي.
د چين استازي په خپله وينا کې ويلي، په نړۍ کې اوسنۍ اقتصادي ناڅرګندتیاوې مخ په زیاتیدو دي او د يو اړخيزم او پروټېکشنيزم څپه مخ په پورته کېدو او د لوړو تعرفو په شمول سوداګريز خنډونه مخ په زياتېدو دي، چې د نړیوال سوداګريز نظم پر وړاندې يې ډېرې ننګونې راپورته کړې دي.
د چين استازي د سوداګرۍ نړیوال سازمان لخوا د سوداګريزو اقداماتو د څار راپور خپرېدل خورا مهم بللي او په خبره يې، په دغه راپور کې د سوداګریزې پالیسۍ د بدلونونو د څار او د اغېزو د تحلیل لپاره داسې مهم معلومات ورکړل شوي، چې د سوداګریزې پالیسۍ د شفافیت او روڼتيا په لوړولو او د څو اړخیز سوداګریز سیسټم په اړه د غړو د باور په زیاتولو کې مرسته کوي.
د چين استازي زیاته کړې، امريکا د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړی دی او پر نړيوالې سوداګرۍ ډېرې اغېزې لري، خو دغه هېواد د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته خپل سوداګریز اقدامات پر وخت نه دي ورکړي او دغې کړنې يې د دغه سازمان د څار پر چارو منفي اغېزې کړې دي.




































