د چين د دولتي شورا وياند جانګ هان د ډسمبر په درېیمې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې لای چینګده په خپله خوښه د چين له سترې برخې سره د تايوانیانو ازاد تګ راتګ کنټرولوي او ځايي خلک د ښه ژوند له حق څخه محروموي.
نوموړي ويلي، د لای چینګده کړنې د ترهګر سياست او ديکتاتورانه تسلط ښکارونديي کوي.
لای چينګده په وروستيو کې ويلي، چې (يو هېواد او دوه سیسټمونه) پلان د تايوان د ټولنې لپاره د منلو وړ نه دی او هغه به د چين له سترې برخې سره د تايوان د سياسي ګوندونو، حقوقي ډلو او مدني ټولنو رابطې او سياسي خبرې کنټرول کړي.
د چين د دولتي شورا وياند جانګ هان (يو هېواد او دوه سیسټمونه) پلان د سولې، ډيموکراسۍ، ښه نيت او ګډو ګټو پلان بللی او په وينا يې، د تايوان مسئله د چين د مرکزي ګټو داسې هسته ده، چې د څه باندې يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو ملي احساسات ورپسې تړلې دي او په خبره یې، دا نه تېرېدونکې سره کرښه ده، که د تايوان بېلتون غوښتونکي له سرې کرښې څخه د پښې اړولو جرئت وکړي، نو بېجينګ به خامخا په غوڅ ګام سخته ضربه ورکړي.




































