د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د ډسمبر په دويمې نېټې د روسیې په پلازمېنې مسکو کې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره لیدلي دي.
وانګ يي په دغه لیدنه کې ويلي، چې چين او روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او په نوي عصر کې هراړخيز ستراتېژیک ملګري دي او په خبره یې، دواړه هېوادونه دې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي او د جاپان د ښي اړخي ځواک د هغو کړنو مخه دې ونيسي، چې سيمه يیزه سوله او ثبات خرابول او په پوځي لارو چارو لمسون غواړي.
سرګي لاوروف ويلي، د چين او روسيې مشرانو په روان کال کې يو د بل هېواد ته رسمي سفرونه کړي او د دواړو هېوادونو هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته يې نوی خوځنده ځواک ورکړی دی.
نوموړي ويلي، روسيه د يوه چين پېژندنې اصل مراعاتوي او د تايوان مسئله کې د چين له دريځ څخه ملاتړ کوي او راتلونکی کال يعنې د روسيې او چين د دوستانه ګاونډيتوب د همکارۍ تړون د لاسليک کېدو ۵مه کليزه ښه فرصت بولي، چې په همدې کال کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو اړیکې نږدې کړي، خپلمنځي عملي همکارۍ يې ژورې او د خلکو تګ راتګ یې زيات کړي او ګډې ګټې رامنځته کړي.




































