په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د دغه هېواد د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو د ادارې مشر، مهدي پیرصالحي د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره د روغتیايي او درملیزو همکاریو د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی. دغه سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې هغه کابل کې د «سلامت ۱۴۰۴» نندارتون کې هم ګډون کوي.




































