د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک، اسیایي پراختیايي بانک، اروپایي ټولنې او د برتانیې( ايف سي ډي او) په ګډون د ګڼو نړیوالو ادارو له استازو سره غونډه کړې ده. د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کول، د منابعو مدیریت، د واکسینو کمپاینونو او د ملي پالیسۍ سره د تطابق مسایل څېړل شوي. د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي شفافیت او معیاري خدمات مهم بللي او نړیوالو ادارو له وزارت سره د همغږۍ او دوامدارې همکارۍ ژمنه تازه کړې دي.



































