د فلسطین د روغتیا وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند په لومړیو ۵۰ ورځو کې لږترلږه ۳۵۷ فلسطینیان د اسراییلو په بریدونو کې شهیدان شوي دي. نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اوربند له پیل راهیسې لږترلږه ۳۸ فلسطینیان نیول شوي او ۵۹۱ د سرغړونې پېښې ثبت شوې دي. د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو پربنسټ، له اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې ۷۰ زره ۱۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۰زره ۹۸۶ نور ټپیان دي.



































