د راپورونو له مخې د قرغزستان ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه په دوه ورځني سفر اسلاماباد ته تللی دی. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف په هوایي ډګر کې د نوموړي هرکلی کړی. په دغه سفر کې د قرغزستان د کابینې ځینو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو د نوموړي ملتیا کوله. د سرچینې د مالوماتو له مخې د قرغزستان ولسمشر به د دغه سفر په لړ کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، دفاع، زدهکړو او سیمهییز اتصال په اړه خبرې وکړي.



































