د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي او بېرته عادي وضعیت ته ستون شي. ټرمپ وایي د جګړې په پیل کې داسې یو مناسب فرصت و چې اوکراین کولای شوای له روسیې سره جوړجاړی وکړي؛ خو دغه فرصت اوس له لاسه وتلی دی. ټرمپ دغه څرګندونې پرون سپینې ماڼۍ کې د کابینې په ناسته کې کړې دي. د هغه په خبره اوکراین اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره شرایط ورته د پخوا پرتله سخت شوي دي.



































