د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري د صدا او سیما سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د سرحدي سیمو د سوداګرۍ او پانګونې اسانتیا د ایران د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او د دوغارون بندر کولای شي له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د دغه هېواد د نویو اقتصادي همکاریو مهمه دروازه شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دوغارون ازادې سیمې جوړول یو سټراتېژيک فرصت دی. هغه وایي، که افغانستان هم اسلامکلا کې ورته ازاده اقتصادي سیمه جوړه کړي؛ نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې ازادې سیمې د رامنځته کېدو زمینه برابرېږي.




































