په دې وروستيو کې د لاوس، ويتنام، کمبوډيا، ميانمار، پاکستان او کولمبيا په شمول ګڼو هېوادونو په رسمي اعلاميو يا د بهرنيو چارو وزارتونو په څرګندونو کې یې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او له هر ډول بېلتون غوښتونکو اقداماتو او بهرنيو لاسوهنو سره يېکلک مخالفت څرګند کړی دی.
د دغو هېوادونو څرګندونې او دریځونه د زمانې له څپې او هم له نړیوالې ګډې موافقې سره سمون لري.
اوسمهال نړیوال وضعيت ډېر پېچلی دي. ځيني هېوادونه د تايوان تنګي په چارو کې لاسوهنې کوي، چې له امله یې د سیمې وضعيت کړکېچن شوی دی.
د يو چین پېژندنې اصل د نړیوالو اړيکو اساسي اصل دی او نړیواله ټولنه يې هم پوره مراعاتوي.
د ملګرو ملتونو په۱۹۷۱م کال کې ۲۷۵۸ نمبر پرېکړه ليک صادر کړ او د سیاست، قانون او پروسې له لحاظه یې په دغه نړيوال سازمان کې د تايوان د غړيتوب مسئله حل کړه او د چين ولسي جمهوريت حکومت يې د ټول چين يوازينی قانوني حکومت وباله. دغه پرېکړه ليک د تايوان مسئلې د حل اساسي اصل او هم يوه بېلګه بلل کېږي.
د نړۍ هغو ۱۸۳ هېوادونو، چې له چين سره رسمي اړیکې لري، د یو چين پېژندنې اصل منلی دی.
دا د دې ښکارندويي کوي، چې ملي حاکميت او مساوات او د بل هېواد په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه د نړیوالې ټولنې ګډه غوښتنه ده.
پرمختيايي هېوادونه د خپل پرمختګ حق ساتي .
د ويتنام، لاوس او ميانمار په ګډون یو شمېر هېوادونه په تېر کې د استعمار او لاسوهنو سره مخ وو او اوس هم د زورواکو د نامشروع غوښتنو له فشارونو سره مخ دي. ځکه دوی په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې د اصل په اړه ډېر حساس دي او همدغه اصل په حقیقت کې د ټولو پرمختيايي هېوادونو ملي حاکميت ساتي.
لاوس په خپله اعلاميه کې ويلي، چې ۲۰۲۵م کال د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب ۸۰مه کليزه او د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۸۰مې کلیزې سره برابر دی او د یو چين پېژندنې له اصل څخه يې کلک ملاتړ کړی او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د رامنځته شوي نړيوال نظام د ساتلو غوښتنه يې کړې ده.
د ويتنام بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د تايوان تنګي سوله او ثبات د سيمې او حتی د نړۍ لپاره مهم ارزښت لري. تایوان مسئله د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرني ځواکونه پکې لاسوهنه نه شي کولی.
ويتنام د يو چین پېژندنې له اصل او د ملي حاکميت له خپلواکۍ څخه يې کلک ملاتړ کړی او له زورواکۍ سره يې کلک مخالفت ښودلی دی او همدغه دريځ يې د بېلا بېلو هېوادونو د خپلواکۍ، پرمختګ او مرکزي ګټو لپاره ګټور بللی دی.
د يادو هېوادونو څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د چين د پرمختګ لاره ډېرو هېوادونو ته منظوره ده او د عدالت او انصاف ملاتړي دي.
چين تل پر دې ټينګار کړی، چې لوی او کوچني هېوادونه دې د مساوات پر بنسټ يو له بل سره ښه چلند وکړي، کوم هېواد دې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې نه کوي او د ګډو همکاريو له لارې دې بېلابېلو هېوادونو ته د پرمختګ فرصتونه برابر کړي. که هېوادونه له چين سره دوستانه اړيکې وساتي او يو د بل د مرکزي ګټو ته درناوی وکړي، نو ګډې ګټې به ترلاسه کړي.
د بېلا بېلو هېوادونو په يو غږ او ملاتړ به د يو چین پېژندنې اصل نور هم ټینګ او د تایوان د بېلتون غوښتونکو هڅې به ناکامې شي.
چين به خامخا د هېواد یووالی پوره کوي او هيڅوک د دغه تاريخي بهير مخه نه شي نيولی.
د چين ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا نه يوازې د چینايانو مرکزي ګټو پسې تړاو لري، بلکې دا د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره ټينګ او ثابت ځواک هم برابرولی شي.




































