د چين څو وزارتونو تازه اقتصادي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد اقتصاد د ثبات او پرله پسې پرمختګ په حال کې دی.
د چین سوداګرۍ وزارت ويلي، د ۲۰۲۵ په لومړيو ۱۰ میاشتو کې د هېواد د خدمتونو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۶۵۸۴ میلیارډه او ۴۳۰ میلیونه یوانه و، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۵٪ زیاتوالی ښيي. په دې جملې کې د صادراتو عمومي ارزښت يې ۲۹۰۹ میلیارډه او ۳۰ میلیونه یوانه و، چې دا ۱۴.۳٪ زیاتوالی ښيي او د خدماتي تجارت منفي بېلانس يې د تېر کال په پرتله ۲۶۹ میلیارده او ۳۹۰ میلیونه یوانه کم شوی دی.
د سږ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د چين «زاړه پر نویو بدل کړئ» د تګلارې په رڼا کې د اړوندو سوداګريزو توکو د خرڅلاو ارزښت له ۲۵۰۰ ميليارډو يوانو څخه پورته و.
د چین د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالومات ښيي، چې د تېر اکتوبر تر پایه په دغه هېواد کې د پنځه جي (5G) د موبايل کاروونکو شمېر يو ميليارډ او ۱۸۴ میلیونو ته رسېدلی او د موبایل انټرنېټ کاروونکو شمېر يې له يو ميليارډ او ۶۰۰ میلیونو څخه پورته و.




































