د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ډسمبر په درېیمې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې چين له تايوان سيمې سره د امريکا له هر ډول حکومتي تګ راتګ سره کلک مخالفت کوي او ورڅخه غواړي، چې په دې مسئله کې ډېره محتاطه واوسي او د تايوان بېلتون غوښتونکو ته دې هیڅ ناسم پیغام نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پدې وروستيو کې د يوه قانون په لاسليک کولو سره د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې له تايوان سره د اړيکو په اړه منظمې ارزونې وکړي او ژور اقدامات دې يې وڅېړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان پدې اړه ويلي: ((چين له تايوان سره د امريکا له هر ډول حکومتي تګ راتګ سره کلک مخالفت کوي او دغه دريځ یې دايمي او روښانه دی.))
لين جيان زیاته کړې: ((د تايوان مسئله د چين د مرکزي ګټو هسته ده، د چين او امريکا د اړيکو سره کرښه ده او د يو چين پېژندنې اصل د دې اړيکو سياسي بنسټ دی.))




































