د ډسمبر په درېيمه نېټه د جنوبي افريقا په جهانیسبورګ کې د کتاب «شي جین پينګ د چين حکومتوالي» د پنځم ټوک د انګليسي نسخې مخکتنه وشوه.
د مخکتنې چيني او بهرنيو ګډونوالو ویلي، چې د «شي جین پينګ د چين حکومتوالي» پنځم ټوک په متمرکز ډول د نوي عصر لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسيالیزم په اړه د شي جین پينګ د مفکورې د نويو پرمختيايي لاسته راوړنو ښکارندويي کوي، د چيني شکله عصريتوب ښکاره ځانګړتياوې، عملي لار او ځلاند سیسټماتيک پرمختګونه ښيي او د سراسري جنوب هېوادونو ته د چين بصیرت او پلان وړاندې کوي چې د عصريتوب لپاره ترې الهام اخيستلی شي.
د مخکتنې ګډونوالو کارپوهانو د عصري پرمختګ د تجربو، د سراسري جنوب او نړيوالې حکومتوالۍ، د لوی برېکس د غړو ترمنځ د همکاريو، د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ او په نوې زمانه کې د چين او افريقا د همکاريو د پراختيا په ګډون د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه د نظريې تبادلې کړې دي.




































