د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د ډسمبر په ۴مې نېټې له لیدنې وروسته په يوې خبري ناستې کې راڅرګند شوي دي.
شي جين پينګ ويلي، چين او فرانسه خپلواک هېوادونه دي او د بدلېدونکي او متزلزل نړيوال وضعيت پر وړاندې به د څواړخيزم بيرغ پورته ونیسي، پر برابرو خبرو اترو، ورخلاصون او همکارۍ به ټينګار ولري، د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ارزښت او نړيواله اغېزه به وښيي او د نړۍ د څو قطبي کېدو د برابر او منظم جريان او د اقتصاد د نړيوال کېدو د ټولشموله جريان د پرمخبيولو لپاره به هڅې وکړي.
نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه به د متقابل سياسي باور د پياوړتيا، د همکاريو د پراختيا، د کلتوري تبادلو د زياتوالي او د نړيوال مديريت د بشپړولو لپاره د اصلاحاتو د هڅونې په برخو کې هلې ځلې وکړي.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د اوکراين کړکېچ ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې چين د سولې لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي او هيله يې ښودلې، چې اړوندې خواوې د خبرو اترو له لارې برابر، دايمي، اغېزمن او د ښکېلو لورو لپاره د منلو وړ سوله ييز پلان ته ورسيږي.
نوموړي زياته کړې، چين به د غزې د بشري بحران د سپکولو او د دې سيمې د بيا رغونې لپاره له فلسطين سره ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين ورخلاصون اصلي ملي تګلاره بولي او کچه به يې لا پياوړې کړي.




































