په پاکستان کې د افغانستان سفیر، سردار احمد شکیب، پاکستان کې د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره کتلي دي. اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لیکلي، په دغه کتنه کې د کابل او مسکو د اړیکو د وضعیت او راتلونکي او هم د سیمې د وروستیو تحولاتو پر سر هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه. خوریف هم ویلي روسیه د سیمې د ټيکاو او همکاریو لپاره د مثبت او مسوولانه رول هڅه کوي.




































