د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د ډسمبر په ۴مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د جاپان حکومت په دې وروستيو کې د تايوان مسئلې په اړه مداومې ناسمې خبرې کړي او د نظامي چارو د اقداماتو يادونې يې د سیمې وضعيت ترينګلی کړی دی او له جاپانه يې غوښتي، چې بېرته د سوله ييز اساسي قانون لار غوره کړي.
ماريا زاخاروا په همدې ورځ د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د جاپان حکومت پر خپلو کړنو پښېمانتيا نه ده ښودلې او د تايوان په اړه يې پر له پسې ناسمې خبرې کړې دي.
نوموړې ويلي، د تايوان مسئله د چين کورنۍ چارې دي او چين د خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو پوره مشروع حق لري.
زاخاروا زیاته کړې، د جاپان جګړې مارې خبرې او کړنې نه يوازې د سیمې د ترينګلي وضعيت د لا سختېدو سبب ګرځېدلي، بلکې د دغه هېواد له اساسي قانون سره هم په ټکر کې دي. هغې د نازيزم او فاشيزم پر وړاندې مبارزه د انسانانو ګډ مسئوليت بللی دی.




































