د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ډسمبر په ۴مې نېټې د دغه وزارت د نوبتي خبري ناستې پر مهال د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د جاپان لومړۍ وزيرې سانای تاکايچي د ډسمبر په ۳مې نېټې د تايوان مسئلې په اړه د جاپان د اصلي دريځ د يادولو په ترڅ کې سرسري ځواب او سوړ غبرګون ښودلی دی.
لين جيان ويلي، د تاکايچي سانای دغه سرسري ځواب د منلو نه دی او له جاپانه یې غوښتي، چې خپله تېروتنه ومني او پښېمانتيا دې پرې وښيي او ناسمې خبرې دې بېرته واخلي.
لين جيان زياته کړې، تاکايچي سانای په تاريخي سندونو کې د تائيد شويو اصولو، د چيني لوري د اندېښنو او شکونو او د جاپان په کور دننه او نړيوالې ټولنې د غندنو پر وړاندې يوازې دومره ويلي، چې دريځ يې نه دی بدل شوی. د لين جيان په وينا، د سانای تاکايچي دغسې سړه رويه د منلو نه ده.




































