د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د ډسمبر د ۴مې نېټې په سهار د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون له مېرمنې بريجيټ مکرون سره د بېجينګ د ولسي هنر له ټياټر څخه ليدنه کړې ده.
اغلې پنګ لي يوان له دغه ټياټر څخه د ليدنې په ترڅ کې ويلي، چې د چين د ډرامو ليکوالانو او هنرمندانو د چيني ملت د غوره عنعنوي کلتور پر ساتنې او پراختيا ټینګار کړی او له بهرنيو ډارمو څخه يې د ګټورو چارو د زده کړې له لارې هنري نوښت او پرمختګ پياوړی کړی دی.
پنګ لي يوان چين او فرانسه د کلتور په برخه کې پياوړي هېوادونه بللي او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو هنرمندان تبادلې او متقابلې زده کړې زياتې او نور زيات غوره کتلوري اثار وپنځوي.
اغلې بريجيټ د دغې ليدنې په مناسبت د مېرمن پنګ لي يوان مننه کړې او د چيني ډرامو هنر يې ستايلی دی. نوموړې هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه د کلتوري تبادلې او د خلکو د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.




































