د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او نرېندرا مودي، په نوي ډیلي کې د یوې ناستې پر مهال د اوکراین د سولې د هڅو او دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي. مودي ټینګار کړی چې هېواد یې د اوکراین د سولې له هرې هیلې او هڅې ملاتړ کوي. پوتین هم د هند له لومړي وزیر څخه د دغه بحران د هوارولو په برخه کې د هڅو مننه کړې ده. د هغه په وینا، د هند له حکومت سره یې د اوکراین د وضعیت او هغو ګامونو په اړه خبرې کړې چې روسیه یې د امریکا په ګډون له خپلو څو شریکانو سره د یوه احتمالي سولهییز حل لپاره ترسره کوي. د روسیې ولسمشر د هند سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه به په لوړو ټکنالوژیو، هوایي چلند، فضا، او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې ګډ کار پراخ کړي.



































