پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم او چمن لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو د درملو سوداګري درولې ده. د راپورونو له مخې، سلګونه لارۍ بندې پاتې دي او د پاکستان شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو صادرات له جدي ګواښ سره مخ دي. پاکستاني رسنیو ويلي، افغانستان د پاکستان تر ټولو لوی ځمکنی سوداګریز شریک دی او منځنۍ اسیا ته د ټرانزیټ مهمه لاره بلل کېږي. د دغه هېواد سوداګرو اندېښنه ښودلې، چې د لارو د تړل کېدو له امله پاکستان په چټکۍ سره د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکوي.



































