په قطر کې د «دوحې فورم» غونډه نن د دغه هېواد د صدراعظم او د بهرنيو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني په وینا پیل شوه چې د روانې ډسمبر میاشتې تر اتمې نېټې به دوام وکړي. د راپورونو له مخې، د افغان حکومت په ګډون د نړۍ له ۱۶۰ څخه د زیاتو هېوادونو استازي په دې ناسته کې ګډون کوي. د سږ کال د فورم شعار «عدالت په عمل کې؛ له ژمنو تر پرمختګه» ټاکل شوی دی. د راپور له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالحی قانت، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشوف، د ازبکستان د ستراتیژیکو او بین السیمه ییزو مطالعاتو مشر الدور اریپوف، ولید جوید، او په قطر کې پروفیسور زومید بابر، د قطر د جورج ټاون پوهنتون د نړۍوالو او سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز اجراییوي رییس به وینا وکړي. په دې فورم کې د افغانستان ترڅنګ د غزې، اوکراین، منځني ختیځ، د ایران–اسراییلو ترینګلتیا او د نړۍوالې سوداګرۍ د اندېښنو په اړه هم بحثونه کېږي.



































